افغان تکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي په مکسیکو کې د جي ۵ نړیوالو سیالیو کې دریم مقام خپل کړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۱

د افغانستان د پاراتکواندو او د اروپا اتله ذکیه خدادادي د مکسیکو په جي ۵ نړیوالو سیالیو کې د دریم مقام خپلولو سره د برنزو مډال وګاټه.

په مکسیکو کې د جي ۵ پاراتکواندو سیالۍ د څه باندې ۵۰ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

د دې سیالیو په لومړي پړاو کې مېرمن خدادادي له استراحت سره مخامخ شوه. په بل پړاو کې هغه د سویلي کوریا له سیالې سره مخ شوه چې ۵-۱۷ امتیاز سره یې وګټله.

خدادادي په نیمه پایلوبه کې د پیرو له یوه سیال سره شیاپ چانګ ته لار پیدا کړه.

هغې باید په پای لوبه کې د توکیو المپیک له قهرمانې سره سیالي کړې وای، خو په دې لوبه کې یې ماتې وخوړه او د برنزو مډال یې ترلاسه کړ.

نور خبرونه

رادیو