کاترین کولونا: طالبانو له ښځو سره تاوتریخوالي ته د خپل سیاسي هویت په زړه کې ځای ور کړی

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۱

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې وویل چې طالبانو جنستي توپیر او تاوتریخوالي ته د خپل سیاسي هویت په زړه کې ځای ورکړی دی.
کاترین کولونا د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وویل، د طالبانو رژیم افغان نجونې او ښځې د جنسیت له امله په نښه کوي.

میرمن کولونا ټینګار وکړ چې هغه د ښځو د حقونو په اړه فکر کوي، په ځانګړې توګه د افغان ښځو په هکله چې د جنسیت له امله د طالبانو د رژیم له خوا تر ظلم لاندې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه د دغه هېواد د دریځ په اړه یوه خپرپاڼه خپره کړې ده.

پاریس وايي، یو ځل بیا د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او د جنسیت پر بنسټ د جلاوالي او ځورونې پالیسي په کلکه غندي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره له ښځو او نجونو ټول بندیزونه لیرې کړي، چې په هغو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو محرومیت او په بشري برخه کې له کار د دوی منع کول شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې فرانسه به د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي او د دوی ترڅنګ به پاتې شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې فرانسې ته د قاضیانو، ژورنالیستانو، هنرمندانو او د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون څه باندې ۱۳ زره افغانان راوستل شوي دي.

فرانسه وايي چې د اسد له ۱۴۰۰ راهیسې دغه هېواد د افغانستان له خلکو سره ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې فرانسه به د روغتیا، تعلیم او خوراکي خوندیتوب په برخو کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه هېواد ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له افغانستان سره ۱.۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو