د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړېږي

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۱

ټاکل شوې د نن جمعې په ورځ د وږي په ۳۱مه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او د بشري حقونو د مدافعانو په حضور کې غونډه جوړه شي.

دا غونډه به «له جنسیتي تبعیض سره مبارزه: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت» تر سرلیک لاندې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو مشره هډر بار، د دې غونډې له ویناوالو څخه دي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي او د سویلي افریقا، مالتا او دومینکا جمهوریتونو د استازو په همکارۍ د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې جوړېږي.

نور خبرونه

رادیو