مېلاني جولي: له عامه ژونده د ښځو او نجونو د ګوښه کولو برخه کې د طالبانو کړنې ویجاړوونکې دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۹

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ناسته کې له دغه سازمانه غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې طالبان د خپلو دغو کړنو له امله ځواب ووایي.

هغې ویلي، د طالبانو دغه کړنې د کوچني عمر لرونکې نجونې له وخته مخکې ودونو ته اړې باسي، د بې شمېره نجونو راتلونکې تیاره کوي او له اقتصادي فعالیته د ښځو بې برخې کول، د دغه هېواد وضعیت لا پسې خرابوي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید له ښځو او نجونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او هر هغه څه چې په دغه هېواد کې تېرېږي ترڅار لاندې ونیسي.
مېلاني جولي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې طالبان دې د دغې ډلې د کړنو له امله وپوښتي« ځکه چې د ښځو حقونه د مذاکرې وړ خبره نه ده.»
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، که چېرې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه ونه توانېږي چې له افغانو ښځو او نجونو ملاتړ وکړي،«د دغه سازمان یو له هغو ارزښتونو سره به خیانت وکړو، چې دغه سازمان یې له امله جوړ شوی دی.»
د ملګرو ملتونو اسمبلۍ عمومي ناسته چې د سه شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) ترسره شوه. د یوشمېر هېوادونو مشرانو په کې ویناوې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په دغې ناسته کې وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په سیسټماټیکه توګه تروړلي دي.

نور خبرونه

رادیو