د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان د نه جبرانېدونکې تباهۍ په لور روان دی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویمې کلیزې په مناسبت وویل، چې په دغه هېواد کې بشري حقونه له هرې زاویې تر برید لاندې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیز دوه کاله وروسته افغانستان د «نه جبرانېدونکې تباهۍ» پر څنډه ولاړ دی.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې طالبانو نه یوازې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې "د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او په بشپړ معافیت سره یې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي."

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې "بشري حقونه په هره برخه کې تر برید لاندې دي او باید یې مخه ونیول شي”.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو او نجونو ټول حقونه چې په هر عمر کې زده کړو ته د هغوی د لاسرسي حق هم پکې شامل دی؛ تضمین کړي او د ښوونځیو دروازې دې سمدستي پرانیزي او مېرمنې دې بېرته کار کولو ته پرېږدي.

دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې طالبان باید د بیان او ټولینزې ازادۍ حق تضمین کړي. د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان هم د ښځينه خبريالانو او لاريون کوونکو د تښتولو، خپلسرو نيولو او وهلو ټکولو د بندېدا غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې ټول مهم بنسټونه منحل کړي او د بیان ازادي، عادلانه محاکم او نور بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه شوې او زرګونه افغانان په خپلسري ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او حتا وژل شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، پوهان، مذهبي او په ځانګړې توګه قومي اقلیتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.

د روان کال د وږي په میاشت کې د اوړي د رخصتیو په پای کې طالبانو له هلکانو او نارینه ښوونکو وغوښتل چې ښوونځیو ته ستانه شي، خو د نجونو او ښځینه ښوونکو د راستنېدو په اړه یې چوپه خوله پاتې شول، چې په وینا یې ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو له هغه وخت راهیسې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو له پرېکړې دفاع کړې ده، چې د دې ډلې مشرانو ویلي؛ د نجونو زده کړه "فرض نه ده" او هم د نجونو د زده کړو لپاره شرایط نه دي اماده شوي.

د اعتراضونو د کمولو لپاره، طالب چارواکو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز به تر امر ثاني پورې دوام لري.

د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز څخه دوه کاله تېر شول، په نړۍواله کچه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د "جنسي نژادي تبعیض" په رسمیت پېژندلو غوښتنې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.

نور خبرونه

رادیو