د چین ګرانډپرېکس سیالۍ ؛ افغان لوبغاړی فرزاد منصوري د نړۍ د ټکوانډو ستورو پر وړاندې لوبېږي

د ټکوانډو ګرانډ پرېکس سیالۍ له ١٠ تر ١٢ د اکټوبر د چین په ټایوان ښار کې جوړېږي. په دغو سیالیو کې به د نړۍ ۳۲ مخکښ ټکوانډوکاران ګډون وکړي.

فرزاد منصوري چې د افغانستان د ټکوانډو ملي لوبډلې پخوانی غړی دی د المپیک په درجه بندۍ کې ۲۶م ځای لري او په دغو سیایو کې به ګډون وکړي.

منصوري چې اوس په برېټانیا کې اوسېږي المپیکي درجه بندي یې ۲۶ ده او که وغواړي په دغو جي ۶ سیالیو کې اتل شي، باید ۶۰ امتیازه ترلاسه کړي او له دې سره بیا کولی شي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون جواز هم ترلاسه کړي.

منصوري په لومړنۍ سیالۍ کې او د منفي ۸۰ کیلو ګرامه وزن سره د ناروې ټکوانډوکار «ریچارډ» پر وړاندې چې د نړۍ د ستورو په سیالیو کې مډال او د اروپا دویم مقام لري لوبېږي.

د منصوري به په دویمه لوبه کې د سویلي کوریا د «سیو وون» پر وړاندې چې د ګرانډپرېکس سیالیو درې مډالونه لري ولوبېږي.

منصوري که په دغو دوو سیالیو کې بریا ترلاسه کړي، د لوړ اټکل سره د پایلوبې په یو څلورم پړاو کې به د مصر له سیف عیسی پر وړاندې ولوبېږي. دغه مصري ټکوانډوکار د المپیک د برنزو مډال لري.

د ګرانډپرېکس سیالۍ د نړۍ د ستورو په سیالیو هم مشهورې دي، چې په ۲۰۱۵ کال کې د المپیک په سیالیو کې روح الله نېکپا د افغانستان یوازینی مډال راوړونکي په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.

منصوري د استونیا او صربستان او د اروپا د لیګونو په کپ سیالیو کې درېیو سرو زرو او سپینو زرو مډالونو د ترلاسه کولو له امله دغو سیالیو ته بلل شوی دی.

د نړۍ د ستورو یا ګرانډپرېکس سیالۍ هرکال څلور ځلې ترسره کېږي.