سرچېنې: د خیبر پښتونخوا په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله درې تنه زدهکوونکي ټپيان شوي
باوري سرچېنې وایي، چې د خیبر پښتونخوا د بر دېر (اپر دېر) په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله درې تنه زدهکوونکي ټپيان شوي دي. دغه چاودنه د دوبندو ګاونډ کلي په یوه دولتي لومړني ښوونځي کې شوې، چې تر اوسه یې کومې ډلې مسوولیت نه دی منلی.
ځایي پولیس وایي، چاودېدونکي توکي د یوه زدهکوونکي په کڅوړه کې ځای پر ځای شوي و چې وروسته دغه چاودېدونکي توکي وچاودېدل او درې تنه ماشومان یې ټپيان کړل.
پولیس زیاته کړې، دمګړۍ ټپي ماشومان روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دي.
بر دېر هم د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر نا امنه سیمه ده، چې کله نا کله ترې د نا امنیو، چاودنو او هدفي وژنو رپوټونه رارسیږي.