د نه خوړو اعتصاب کوونکې صابره اکبري د بد روغتیایي وضعیت له امله روغتون ته ولېږدول شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۳

صابره اکبري چې د تمنا زرياب پرياني د نه خوړو اعتصاب له بهیر سره یو ځای شوې وه، د روغتيايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته وړل شوې ده.

تمنا زرياب پرياني او یو شمېر ښځینه فعالانو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر او د نورو هېوادونو له‌خوا یې د پېژندلو په اعتراض کې د نه خوړو اعتصاب پيل کړی و.

مېرمن اکبري د چهارشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د روغتيايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته وړل شوې او تر درملنې لاندې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې د سیروم له ترلاسه کولو وروسته کور ته راستنه شوې ده.

د ښځو د حقونو دغې فعالې زیاته کړې، چې د نه خوړو د اعتصاب له امله ډاکټرانو ورته ویلي چې د زړه ټکانونه یې زیات شوي او نورې پاملرنې ته اړتیا لري.

صابره اکبري او رقيه ساعي وایي، چې د نه خوړو اعتصاب يې په اتمه ورځ پایته ورسولو او د طالبانو د ناوړه کړنو پر وړاندې به د خپلې مدني مبارزې نوی پړاو پیل کړي.

تمنا زریاب پریاني او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د وږي په لسمه د جرمني په کولن ښار کې د نه خوړو دولس ورځنی اعتصاب پيل کړ.

دغه اعتراضي حرکت چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو په موخه پیل شوی و، د وږي تر دوه ویشتمې نیټې یې دوام وکړ.

د دې ترڅنګ یو شمېر نورو ښځینه فعالانو هم د ناروې د پارلمان مخې ته له تمنا پریاني څخه د ملاتړ په موخه د نه خوړو اعتصاب وکړ.

نور خبرونه

رادیو