طالبانو په بامیانو کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۳

په بامیانو کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په دغه ولایت کې د مېرمنو د تنګو او نازکو جامو پر خرڅلاو بندیز لګولی او ویلي یې دي، چې هېڅ دوکاندار نه شی کولی پر مېرمنو دا ډول لباسونه وپلوري.

هغه غږیز کلیپ چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رارسېدلی، پکې د دغه ولایت مشر محمود الحسن منصوري د بامیانو دوکاندارانو څخه غواړي، چې په دې ولایت کې دې د مېرمنو نازکې او تنګې جامې نه پلوري.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیکلي یادښت کې یاده موضوع تتایید کړ، خو د نورو پوښتنو له ځوابولو یې ډډه وکړه.

له بامیانو څخه یوه ازاد خبریال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امر بالمعروف محتسبان په بازار کې د ښځینه جامو پلورنځي ګوري او که چېرې تنګې یا نازکې جامې پېدا کړي؛ دوکاندار یې نیول کیږي.

هغه زیاته کړه: “د امربالمعروف رییس تېره اونۍ له خبریالانو سره لیدلي وو او په دې غونډه کې یې له خبریالانو غوښتي وو، چې د تنګو او نازکو جامو د مخنیوي په موخه په دغه ولایت کې کمپاین وکړي”.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست یو ډله محتسبانو د سیمه ییزو رسنیو له لارې په دې اړه خپرونې هم کړي دي.

له دې وړاندې د امر بالمعروف د سرپرست وزیر د بامیانو بند امیر تفریحي سیمې ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز ولګاوه او وروسته بیا د دغه ولایت والي وویل چې دوی به د مېرمنو لپاره ځانګړی ځای جوړوي.

نور خبرونه

رادیو