په کراچۍ ښار کې د یوې دیني مدرسې مشر، ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژلی
د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې بېګاه شپه د (سېپټمبر په ۱۲مه) د جامعه اسلاميه ابوبکر په نوم د یوې دیني مدرسې مشر مولانا ضیاء الرحمن نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژلی دی.
د سیمې د پولیسو مشر عرفان بهادر وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې.
د نوموړي په وینا، د مولانا ضیاالرحمان په وژلو کې دوه ښکېل کسان په موټرسایکل سپاره وو.
تر دې دمه کومې وسلهوالې ډلې د دغې وژنې پړه نه ده منلې.
په دې وروستیو کې د پاکستان په ډېریو ښارونو کې د ناامنیو د ډېرېدو تر څنګ هدفي وژنو هم زور اخیستی دی.