د جرمني استازی: د جرمني حکومت اوس‌مهال په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت نه پېژني

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

د جرمني په کولن ښار کې د یوشمېر ښځینه فعالانو له‌خوا د نه خوړو اعتصاب په ۱۱مه ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استازي له دغو معترضو مېرمنو سره په لیدنه کې وویل، چې هېواد یې لا هم په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه‌دی.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو د مالوماتو له مخې ښاغلي کلوزمن په دې یو ساعته خبرو کې ټینګار وکړ، چې په نړۍوالو قوانینو کې جنسیتي توپیر نه‌شته او د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د محکمې په څېر یوه نړۍواله محکمه باید په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په اړه حکم صادر کړي.

نوموړي له اعتصاب کوونکو فعالانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی له‌خوا د جنسیتي توپیر د محکومولو په موخه د خبرپاڼې د خپرولو غوښتنه به یې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته ورسوي.

تمنا زریاب پریاني له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل، چې هغې د جرمني د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړي.

سره له دې چې پرياني د نه خوړو اعتصاب پر دوام ټینګار وکړ؛ خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استازي له مېرمن پریاني او د هغې له ملګرو وغوښتل، چې د نه خوړو اعتصاب پای ته ورسوي.

د تمنا زریاب پریاني دغه مدني حرکت په افغانستان او بهر کې د بشري حقونو د فعالانو، هنرمندانو او د مدني ټولنې د غړیو د خواخوږۍ او ملګرتيا له پراخې څپې سره مخامخ شو.

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی هم له لندن څخه کولن ښار ته ورسید او اعلان یې وکړ، چې له تمنا پریاني سره د پیوستون لپاره به د نه خوړو اعتصاب وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هُدا خموش او مینه رفیق له ناروې، معصومې ایوبي له کابله او صابرې اکبري له اسلام اباده اعلان وکړ، چې په کولن ښار کې به د ښځو د حقونو له فعالانو سره یوځای د نه خوړو اعتصاب وکړي.

دوی د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو ترڅنګ، طالبانو ته د مالي مرستو د بندېدو او په افغانستان کې د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتونکي هم دي.

د «فرېډم ناو» په نامه د بشري حقونو يوه سازمان تېره اونۍ د افغان ښځينه فعالانو د نه خوړو اعتصاب ته په اشارې سره وويل، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ۶۴ داسې قوانين وضع کړي چې له مخې يې ښځې له عامه ډګر څخه بې برخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو