د «بیروت اوپن» ټکوانډو په سیالیو کې افغان لوبغاړې فاطمه جامي اتلولي خپله کړه
د لبنان بیروت د ټکونډاو په ازادو سیالیو کې چې له ۲۸هېوادونو په کې ۲۱۳ لوبغاړو ګډون کړی و، د افغانستان لهخوا فاطمې جامي لومړی د لبنان "لن کنج" ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې د اردن له "نیا الکیالي" څخه د لوبې په ګټلو د دغو سیالیو اتله شوه.
د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ د اففانستان مډال راوړونکې لوبغاړې فاطمه جامي وتوانېده، چې د دغه سیالیو د سرو زرو مډال وګټي.
هغې تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۳ کال د متحده عربي اماراتو په سیالیو کې د سرو زرو، د ترکیې د ټکوانډو په ازادو سیالیو کې د سپېنو زرو او د سویلي کوریا د ټکوانډو د «کېم اون یونګ» په سیالیو کې د برونزو مډالونه ګټلي وو.
د بیروت د ټکوانډو په ازادو سیالیو کې د فاطمه جامي له لومړي مقام وروسته، له اردنه نایا الکیالي دویمه او له لبنانه لېن کاناج او ماري جېن مراد دواړه درېیمې شوې.
د بیروت د ټکوانډو په ازادو سیالیو کې د ۱۴۴ سانتي مټره پر لوړوالي بلې افغانې لوبغاړې ملکه بربري هم ګډون کړی و. دغې لوبغاړې د لبنان ماریا دېب پر وړاندې دوه پر یو ماتې وخوړه او د سپینو زرو د مډال کټونکې شوه.
د دغو سیالیو په دویمه ورځ تمه کېږي، چې د افغانستان د نارینه لوبغاړو له ډلې حسام حامدي د شیاپ جانګ په وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.