طالبان: یوه مېرمن چې خپلو وروڼو له ۲۵ کلونو را په دېخوا زنداني کړې وه خوشې مو کړه
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي؛ د دې ډلې غړو یوه ښځه چې د خپلو وروڼو له خوا له پنځه ویشتو کلونو را په دې خوا په یوې خونې کې زنداني وه، راخوشې کړې ده.
خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ ناوخته پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې ښځه د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې او «څلور نارینه» امنیتي حوزې ته د څېړنو لپاره وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د دې ښځې د ژغورلو لپاره د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د «کشفي اطلاعاتو» پر اساس عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ښځه ازاده شوه.
خالد ځدراڼ وايي، چې د ښځې ورونو هغه په یوې خونې کې بندۍ کړې وه او خوراکي توکې یې ورکول.
دغه طالب چارواکي څرګنده نه کړه، چې د ښځې وروڼو ولې هغه ۲۵ کاله په کور کې نظر بنده ساتلې وه.