اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یوه ټولګډونه سیاسي پروسه اړینه ده

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازې وویل، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامين لپاره د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو يوه ټول شموله سياسي پروسه ضروري ده.

لوټا ناډسن له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د اروپايي ټولنې استازې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې هغه اقدامات چې په ټولنیزو، اقتصادي او مدني برخو کې د ښځو د محدودیت لامل کیږي لغوه کړي.

اغلې ناډسن ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین د ټولو افغانانو په ګډون د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو او همدارنګه د درېیم جنسیتي خلکو په ګډون په ټول شموله سیاسي بهیر پورې اړه لري.

هغه د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو په اړه د طالبانو حساب ورکول "ضروري" وبلل.

نړۍوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو تل له طالبانو غوښتي، چې د یوه جامع حکومت د جوړېدو لپاره هوکړه وکړي، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دغې سرمشریزې د لومړۍ ورځې اکثره ویناوې د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وې.

نور خبرونه

رادیو