د برېتانیا استازې: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴ مه غونډه کې د برېتانیا استازې پر افغان ښځو د پراخو بندیزونو دوام د افسوس وړ وباله.

ریتا فرېنچ وویل: "موږ په خواشینۍ سره د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د ظلم او تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو."

په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د برېتانيا استازۍ د بشري حقونو د سرغړونو د قضيو په تړاو او ځانګړي ډول په افغانستان کې د پوهنې، کارموندنې او د ښځو د ازادۍ په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه وويل، چې دې چارې د ښځو پر ژوند - ژواک منفي اغېز ښیندلی دی.

په افغانستان کې د ارایشګاه ګانو تړل او د زرګونو ښځو د دندو له لاسه ورکول له نورو هغو مسايلو څخه دي، چې د برېتانيا له خوا د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ياد شوي دي.

دغه برېتانوي استازې طالبان مخاطب کړل او ویې ویل، چې دا ډله باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د "کار، ډوډۍ او عدالت" غوښتنې ته غوږ ونیسي.

"کار، ډوډۍ او عدالت" د افغان اعتراض کوونکو ښځو شعار و، چې په پرله پسې ډول یې په کابل او نورو ښارونو کې په خپلو مظاهرو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې شعارونه ورکول.

د برېتانيا استازې دغه راز د بشري مرستو لپاره د لسګونو ميليونو افغانانو اړتيا ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې برېتانيا د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې تر څنګ ولاړه ده.

نور خبرونه

رادیو