د بشري حقونو په شورا کې ریچارډ بېنېټ: طالبان دې خپله ظالمانه او د ښځو ضد تګلاره بدله کړي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه او سخت دریځه چلند وغنده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان په منظم ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا قشر ورځ تر بلې محدودوي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې وویل، چې طالبان د ښځو او نجونو د کار، زده کړو، لباس او په ټولنه کې د هغوی د ظاهري بڼې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د طالبانو له خوا د ښځو د ارایشګاه ګانو د تړلو امر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو د وروستي اقدام په توګه یاد کړ، چې شاوخوا ۶۰ښځې یې له دندو بې برخې کړې دي.

ښاغلي بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې "ظالمانه او د ښځو ضد تګلارې" ته بدلون ورکړي او ښځو ته د کار او سوداګرۍ اجازه ورکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ دا مهال د طالبانو د حکم له مخې چې ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت او بیا ۱۴۰۱ کال د وږي په میاشت کې صادر شوي، له درې میلیونو څخه زیاتې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

ریچارډ بېنېټ د خپلې وینا په پیل کې د یو شمیر افغان نارینه او ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسي توپیر» د په رسمیت پېژندلو په اړه د هغوی غوښتنې ته اشاره وکړه.

هغه وويل، چې د دغو لاريون کوونکو مېرمنو د وياندې په توګه له تمنا زرياب پريانۍ سره په تماس کې دى او ژمنه يې وکړه، چې د هغوى اندېښنو ته به رسیده ګي کوي، خو زياته يې کړه، چې هغوی د نه خوړو اعتصاب ته نه هڅوي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په پرله پسې ډول حکمونه صادر کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې له زده کړو، کار کولو او همدارنګه عامه ځایونو لکه؛ پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او ورزشي کلپونو ته له تګ څخه منع کوي.

د دا ډول کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو په ځواب کې طالب مشرانو ویلي، چې دوی یوازې د "شریعت په چوکاټ کې" د ښځو حقونه ورکوي، په داسې حال کې چې منتقدین وايي د شریعت تفسیر ناسم دی.

نور خبرونه

رادیو