د م.م د بشري حقونو شورا غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ارزولو سره پیل شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سږ کال په خپله درېیمه غونډه کې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت تمرکز کړی دی.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږي۲۰مه) د ملګرو ملتونو د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر جینوا کې پیل شوې او ټاکل شوې چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.

د دغې شورا لومړۍ غونډه د چک جمهوریت د سفیر واسلاو بالک په مشرۍ جوړه شوه او د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک یې په پرانیسته کې پرانیستونکې وینا وکړه.

د دغې غونډې د اجنډا له مخې په پام کې ده، چې د یادې غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنېټ وینا وکړي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت تشریح کړي.

د دې سرمشریزې لویه برخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت بیا کتنې ته ځانګړې شوې ده. د هغه څه پر بنسټ چې تر اوسه اعلان شوي، د سې شنبې په ورځ به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په اړه بحث وشي.

په دې غونډه کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت محصلین چې په پرتګال کې دي، هم د پروګرام د ترسره کولو لپاره رابلل شوي دي.

د دې غونډې په څنډه کې یو شمېر مدني فعالان په ځانګړې توګه افغانې ښځې او د بشري حقونو فعالان پلان لري چې اعتراضيه کنفرانسونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت سربېره په میانمار، سوډان، اوکراین، هایتي او بيلاروس کې د بشري حقونو وضعیت هم وڅېړل شي.

دا غونډه په داسې حال کې کیږي، چې په جرمني کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په افغانستان کې د «جنیسي نژادي تبعیض» د په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې تقریباً له عامه ژوند څخه برې برخې کړې دي.

دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کارموندنې او همدارنګه عامه ځایونو؛ لکه: سینما، پارکونو، لوبغالو او سپورتي کلبونو ته د هغوی پر تګ بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو