ضیاء الدین یوسفزی: افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري، بلکې دواړه ترهګر دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د نوبل د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي وویل، چې افغان او پاکستاني طالبان توپیر نه لري او دواړه ترهګر دي.

نوموړي دغه څرګندونې د بشري حقونو له يوې افغانې فعالې تمنا زرياب پرياني سره په خبرو وکړې چې د جرمني په کولن ښار کې يې د نه خوړو اعتصاب کړى.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د دوشنبې په ورځ د تمنا زریاب پریاني د غوښتنو د ملاتړ لپاره جرمني ته ولاړل.

دوی په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د "جسنتي توپیر سخته بڼه" وبلله.

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي وویل: "زه فکر کوم چې د افغانستان د نژادي تبعیض بېلابېلې بڼې موجودې دي؛ ځکه چې په افغانستان کې د ښځو په اړه هغه څه چې په افریقا کې په تور پوستو باندې پلي شوي، ډېر سخت وو."

د ملالې مور تورپیکۍ یوسفزۍ هم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تېره بیا د زده کړو له حقه ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي یوسفزي د تمنا زریاب پریاني او د بشري حقونو د نورو افغان فعالانو د احتجاج ملاتړ کړی و، چې د دوو هشټګونو په کارولو سره یې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "پرېږدئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي".

تمنا زریاب پریاني د ښځو د حقونو فعاله د جمعې په ورځ د سپتمبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د "جنستي توپیر" په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

په دې لاريون کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پرياني سره ملتيا کوي.

تر دې دمه د جرمني د دوسلډورف ایالت د پارلمان مرستیال له میرمن پریاني سره په کولن ښار کې د هغې د ناستې په خیمه کې لیدلي دي.

هغه د افغان ښځینه فعالانو سره په یوه غونډه کې د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د هېواد په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

همدارنګه اغلې پریاني د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هغې ته ټیلیفون کړی.

همدارنګه د جرمني د پارلمان غړې، شاهینه ګامبیر، چې افغاني نژاده ده، په کولن ښار کې د تمنا پرياني د نه خوړلو اعتصاب د "یوه قوي اعتراض وسیله" وبلله.

د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې وویل؛ د دې وسیلې انتخاب ښيي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت څومره کړکیچن دی

نور خبرونه

رادیو