د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان د بشریت پر وړاندې، جنسیتي جنایت کوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۷

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې طالب چارواکي د بشریت ضد او د نجونو او ښځو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې جنایتونه ترسره کوي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د نويو قانونونو او سیاستونو په وضع کولو سره په ټول هېواد کې نجونې او ښځې د جنسیتونو له امله یې له حقونو محرومې کړې دي.

د بشري حقونو د څار د نړۍوالې محکمې مشرې الیزابېت اونسون ویلي:« د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه د طالبانو وحشیانه او میټوډیک انکار چې له عامه ژوند څخه یې محرومې کړې، د نړۍ پام ځان ته اړولی دی او محکمې ته د طالب مشرانو کشولو لپاره د اړونده حکومتونو همغږي او ملاتړ اړین دی.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای‌سي‌سي) د روم قانون د بشریت پروړاندې جرمونه د یو لړ منعه شویو کړنو په توګه تعریفوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، له بنسټیزو حقونو د ښځو او نجونو د محرومېدو هر ډول جبر او تبعیض باید له منځه یوړل شي.

افغانستان د جرمونو د نړۍوالې محکمې د روم د اساسنامې غړی دی. د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۳۱مه، محکمې د ای‌سي‌سي څارنوال ته واک ورکړ، چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې څېړنې بیا پیل کړي.

ایونسن وویل: "په افغانستان کې د نړۍوالې جنایي محکمې څېړنې کولای شي، د جنسیتي ځورونې او د بشریت ضد جرمونو لپاره حساب ورکولو ته لاره هواره کړي."

نور خبرونه

رادیو