امریکايي سناتوره: هغه ښځې او نجونې چې نوې ازادۍ ته رسېدلې وې د طالبانو له ظلم سره مخ شوې

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۷

د امريکا د مشرانو جرګې غړې جوني ارنسټ وايي، افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په نړۍ کې تر ټولو زيات ځپونکی هېواد ګرځېدلی دی.

د هغې په ​​وينا، هغو ښځو او نجونو چې نوې خپله ازادي ترلاسه کړې وه، یو ځل بیا د طالبانو د حکومت له ظلمونو سره مخ شوې.

هغې په ​​یوه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ -د وږي ۱۶مه -په نیوټن ډیلي نیوز کې خپره شوه لیکلي: «دوه کاله وړاندې ما له افغانستان څخه د بیړني وتلو د خطر په اړه خبرداری ورکړی و او اوس د طالبانو د واکمنۍ پایلې په حقیقت بدلې شوې دي».

مېرمن ارنسټ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو پوځي سلاکارانو د مشورې پر خلاف په بېړه د وتلو اقدام وکړ. د هغې په ​​اند، د ښاغلي بایډن پریکړه د «متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ ترټولو لوی ناورین» و.

سناتور جوني ارنسټ وايي، وروسته له دوه کاله له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو ویجاړونکې اغېز احساسېږي.

هغې په ​​دې اړه څرګنده کړه: «روسیې پر اوکراین برید وکړ او چین په خپل جاسوسي بالون سره زموږ پر فضايي حریم تېری وکړ».

همداراز، نوموړې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش په بريد کې د ١٣ امريکايي سرتېرو د وژل کېدو يادونه وکړه او ويې ويل: «هغه څه چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې وشول زموږ د سرتېرو لپاره د شرم خبره وه.»

جوني ارنسټ خبرداری ورکړ، څه چې د نړۍ په بل اړخ کې پیښیږي په مستقیمه توګه زموږ پر امنیت اغیز کوي. «کله چې امریکا پیاوړې وي، نړۍ ٔډېره خوندي وي. خو کله چې یوه شیبه هم موږ شاتګ وکړو او خپل ځواک پریږدو، زموږ دښمنان دا تشه ډکوي».

نور خبرونه

رادیو