ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰م کال به ۱۱۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې شي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۷

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د تعلیمي پرمختګ د کچې ارزونې له مخې وړاندوینه کیږي، چې تر ۲۰۳۰میلادي کال به څه باندې ۱۱۰ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې شي.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې دا محرومیت به نجونې د «تاوتریخوالي او استثمار یا زبېښاک» له خطر سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جمعې په ورځ -د وږي ۱۷مه- دې ته په ټینکار چې «زدکړې یو امتیاز نه بلکې یو بنسټیز حق دی» راپور ورکړی، چې د دوامدارې پراختیا په څانګه کې موجودې شمېرې ښيي چې نړۍ د جنسیتي برابرۍ د ترلاسه کولو په لار روانه نه ده.

دغه سازمان په ورته وخت کې په راتلونکي کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونو نجونو د تعلیمي محرومیت د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د راپور له مخې له شپیتو سلنې څخه زیاتې نجونې په لومړنۍ دوره کې له زدکړو بې برخې دي.

په افغانستان کې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر مسلکي، تعلیمي او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې او د پوهنتونونو دروازې يې د ښځينه محصلينو پر مخ تړلې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي يادونه وکړه او ويې ويل، چې بشري ناورين د زيانمنو ښځو او نجونو لپاره د تاوتريخوالي خطرونه زيات کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د تلپاتې پراختیا د موخو په پام کې نیولو سره اوس د دې وخت رارسیدلی چې په عمل کې په ښځو او نجونو پانګونه وشي.

نور خبرونه

رادیو