د افغان لیکوالو ډله: د ښځو د نه خوړو اعتصاب هره پېښېدونکې پایله د جرمني حکومت پر غاړه ده

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۵

په جرمني کې د افغان ښځینه اعتصاب کوونکو د اندېښنې وړ روغتیايي وضعیت په اړه د افغان لیکوالانو یوې ډلې ویلي، د دوی د اعتصاب هر ډول پېښېدونکې پایله د جرمني د حکومت پر غاړه ده.

د دوی په وینا، د معترضو مېرمنو غوښتنه دا ده، چې «افغانستان کې اوسنی تریخ حقیقت» ومني؛ خو حکومتونه یې ردوي.

د افغانستان لیکوالو، شاعرانو، هنرمندانو او ژورنالېستانو یوې ډلې د سه شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د اعتصاب په ملاتړ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «دولتونه او سازمانونه چې د دوی ملاتړي دي نه غواړي هغه څه ومني، چې د لمر په څېر روښانه دي او کله چې د دوی د سیاسي ګټو موضوع وي، دوی یې مني او په کلکه ور باندې ولاړ هم وي.»

د دغو لیکوالانو د څرګندونو پر بنسټ «د اعتصاب کوونکو روغتیايي حالت مخ په خرابېدو دی او دا (مسله) د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې له امله او د ځینو دغو مبارزینو ناروغي چې موږ ته لا له مخکې څرګنده وه، ډېره اندېښمنونکې ده.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان معترضې مېرمنې په ځلونو د طالبانو له‌خوا پر هغوی د بندیزونو او له خپلو اساسي حقونو څخه د خلکو د بې برخې کولو پر ضد لاریونونه کړي او تر ټولو زیاته انرژي یې د هغه څه په څرګندولو کې لګولې، چې په افغانستان کې روان دي.
دغو لیکوالانو لیکلي ،د افغان ښځو غږ ،«د هغو خلکو ریښتینی غږ دی، چې له یوې خوا د اطلاعاتو له محدودیتونو، شکنجې او کور دننه جبر او له بلې خوا د نړۍ حکومتونو د بې غورۍ او استحصالي سیاستونو سره مخ دي.»

دوی لیکلي چې،« موږ د بېلابېلو هېوادونو له مبارزینو او ازادۍ غوښتونکو ځواکونو په ځانګړې توګه د کولن او د کولن په ښار کې د خلکو څخه غواړو، چې د دغه اعتراض پر مخاطبو سازمانونه او حکومتونو ډېر فشار راوړي او د افغان معترضو ښځو سره دې همغږي شي.»

افغان ښځینه فعالانو د جرمني په کولن ښار کې د سه شنبې په ورځ د (وږي په ۱۴مه) د نه خوړو اعتصاب په پنځمه ورځ وویل، چې دوی به خپل اعتصاب ته د تلې تر ۲۴ مې دوام ورکړي.

د اعتصاب کوونکو له ډلې تمنا زریاب پریاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر اوسه د جرمني چارواکو د دغه اعتصاب په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دغو افغان معترضو مېرمنو د جرمني له حکومته غوښتي، چې د طالبانو «جنسیتي توپیر» په رسمیت وپيژني.
ليکوالانو، شاعرانو او ژورنالېستانو هم په خپلو څرګندونو کې ليکلي، چې د جرمني رسمي بنسټونو تر اوسه د افغان لاريون کوونکو مېرمنو او د هغوى د ملګرو د نه خوړو اعتصاب او پرلت خېمې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د لیکوالانو ډلې خبرداری ورکړی، چې ښايي دا کار به د دې لامل شي چې اعتصاب به له ټاکلې مودې زیات دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو