پر زده‌کړو له بندیزونو وروسته، افغان نجونې د زده‌کړو دوام لپاره په مدرسو کې نوم لیکنه کوي

دې نېشنل اژانس لیکي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې په تدریجي ډول زده‌کړو ته د ښځو او نجونو لاس‌ر‌سی محدود کړی؛ که څه هم طالبانو په سر کې د ښځو د زده‌کړو په برخه کې د نرمښت ادعا کوله؛ خو ډېر ژر له خپلو ژمنو په شا شول.

د دې نشنل د راپور له مخې، افغان نجونې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منعه شوې، د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره یې په بې مخینې توګه مدرسو ته مخه کړې ده.
که څه هم دیني مدرسو دغه نجونو ته د زده‌کړو یوه فضا ورکړې؛ خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دغه زده‌کړې د هغه څه بدیل نه شي کېدای کومو ته چې د تېر حکومت پرمهال دغو نجونو لاس‌رسی درلود.
شپاړس کلنه زده‌کوونکې منیره وایي:« مدرسه مو کور ته نږدې ده او له یوې میاشتې راهیسې ورځم.»
هغه وایي:« خوشحاله یمه، چې د قران قرائت او ځینې نورې دیني موضوعګانې زده کوم؛ خو ما غوښتل چې ډاکټره شمه.»
منیره وایي، کله چې دوه کله وړاندې ښوونځي ته په تلو مې بندیز واورېد« هکه پکه شوم.»
د روان کال په لومړیو کې د یونسکو په یوه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانې نجونې او ښځې زده‌کړو ته لاس‌رسی نه لري.
په دې شمېر کې ۱.۲ میلیونه هغه کسان هم شامل دي، چې د طالبانو له‌خوا له زده کړو راګرځول شوي دي.
په راپور کې د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې ویل شوي، چې تر ۲۰ زره زیاتې نجونې په دولتي مدرسو کې زده‌کړې کوي. په دغو دیني مدرسو کې د نجونو او ځوانانو شمېر ټولټال ۹۵۰۰۰ ته رسېږي.
اوس‌مهال د دولتي مدرسو تر څنګ په خصوصي مدرسو کې هم یوشمېر ښځينه زده‌کوونکې په زده‌کړو بوختې دي.
د دیني علومو ۴۳ کلنه استادې ساجدې باقي د نجونو پر زده کړو له بندیزونو وروسته په کور کې یوه دیني خصوصي مدرسه جوړه کړې، هغه وایي:« موږ تراوسه پورې له ۵۰ ډېرې زده‌کوونکې لرو، چې ډېرې یې پېغلې دي، چې پوهنتونونو ته له تګه منعه شوې دي او هره ورځ د زده‌کوونکو په شمېر مې زیاتیږي.»

مدرسې د ښوونځیو ځای نه نیسي
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې یوازې دیني زده‌کړې د نجونو زده بنسټيزې اړتیاوې نه شي پوره کولی.

افغانه امریکایي څیړونکې زهره فیضي وایي: "مدرسې کېدای شي ډېرو نجونو ته د زده‌کړو فرصت برابر کړي؛ خو په اوسنۍ بڼه د ښوونځیو ځای نه نیسي چې راتلونکي فرصتونو ته لاره هواره کړي."

هغه وایي:"طالبان به د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر د پوهنې په نظام کې بدلون راولي؛ خو دوی نه شي کولای د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې ځنډ ته دوام ورکړي.