د افغانستان په تودو سیمو کې نوی تعلیمي کال؛ نجونې بیا هم ښوونځي ته د تګ حق نه لري

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۵

د افغانستان په تودو سیمو کې یو بل تعلیمي کال یو ځل بیا یوازې د هلکانو او له شپږم ټولګي ښکته نجونو لپاره پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې بیا هم حق نه لري چې ښوونځیو ته لاړې شي.

ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیکا، کونړ، لغمان، نیمروز، فراه او یو شمېر نورو تودو ولایاتو کې نوی تعلمي کال پیل شوی؛ خو یوازې له شپږ ټولګي ښکته نجونې کولی شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت پر خپلې اېکس پاڼې د نوي تعلمي کال د پیل خبر ورکړی، خو د نجونو د ښوونځیو په اړه بیا هم چوپه خوله دي.

نېږدې ۷۱۷ ورځې کیږي، چې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو پر حق بندیز لګولی دی.

د طالبانو پر دې کړنې له پیله نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او ګاونډیانو غبرګونونه ښودلي دي، خو طالبان بیا د نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼي او زیاتوي چې هیچا ته په دغې مسالې کې د مداخلې حق نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو