زمزمه: په دومره ډېرو سړیو کې یو غېرتي سړی پېدا نه شو چې له ملا هبت الله څخه زموږ حق واخلي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۵

د ننګرهار اوسېدونکې ۱۶ کلنه زمزمه وايي، چې یو ځل بیا نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو د افغانستان "غلامانې" نجونې بیا هم ښوونځي ته د ورتګ حق نه لري.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکې کې وویل؛ سږکال یې تمه لرله، چې بېرته به ښوونځي ته ځي خو یو ځل بیا هم تعليمي کال د دوی له حضور پرته شروع شو.

زمزمه وايي: “ موږ ته د افغانستان د سړیو د غېرت او شهامت کیسې شوې وې، انګریزان یې مات کړي وو، امپراتوري یې جوړه کړې وه؛ مګر په دومره میلیونونو باغېرته سړو کې یو داسې غېرتمن سړی پېدا نه شو، چې له ملا هبت الله څخه زموږ حق واخلي”.

د زمزمې په خبره، چې که دوه کاله یې نه وی ضایع شوي، اوس به له ښوونځي فارغه شوې وه او د خپلې خوښې پوهنځي لپاره به یې د کانکور ازموینه ورکړې وه.

هغه زیاتوي، چې نور یې له ښوونځي تمه پرې شوې ده او فکر کوي، چې د افغانستان نجونې د طالبانو غلامانې دي.

نوموړې دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د افغانستان په تودو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شوی؛ مګر طالبانو یو ځل بیا له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو حق ورنه کړ.

نور خبرونه

رادیو