طالبانو په هرات ښار کې د «نګارخانه بهزاد» په نوم د ښکلو هنرونو یو مرکز تړلی

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۵

په هرات ښار کې د بهزاد د ښکلو هنرونو مرکز د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا وتړل شو.
دغه کورس چې له څو لسیزو یې د رسامۍ، نقاشۍ او انځورګرۍ برخو کې ځوانانو ته روزنه ورکوله په دې پلمه وتړل شو، چې د زده‌کونکو په منځ کې دوه تنه یې نجونې وې.

د بهزاد د ښکلیو هنرونو دغه کورس چې هم په کور د ننه او هم بهر کې یې ځانګړی نوم درلود سلګونه رسامان، انځورګران او نقاشان روزلي، چې د هغوی پنځول شویو اثارو نړۍوالې جاېزې هم ترلاسه کړې دي.

دغه مرکز چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د هنرونو زده کړې برخه کې کار کاوه، طالبانو نن سهار له دې امله تړلی چې ولې پکې نجونو ماشومانو د خطاطۍ هنر زده کاوه.

سرچینې وايي، طالبانو د دغه مرکز دروازه وتړله او ګوتڅنډنه يې وکړه، چې څوک يې هم د بېرته خلاصېدو اجازه نه لري.

ويل کېږي په دغه مرکز کې د استاد محمد ابراهيم حبیبي د لاس په سلګونو بېلابېل هنري اثار هم نندارې ته اېښودل شوي و.

طالبانو څو ورځې وړاندې د افغانستان په غزني ولايت کې هم دوه ښوونیز مرکزونه او يو خصوصي ښوونځی له دې امله تړلي و، چې ګنې نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو لپاره ورتللې.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان مېرمنې او نجونې نه یوازې د کار کولو او زده‌کړو راګرځول شوې؛ بلکې د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کې د داسې بندیزونو سره مخامخې دي، چې نن سبا یې د نړۍ په یو ګوټ کې هم ساری نه لېدل کېږي.

په وروستي ګام کې طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونه وتړل، چې ورسره شاوخوا شپېته زره مېرمنې وزګارې شوې، هغه مېرمنې چې د ټولې کورنۍ لګښت او نفقه ورترغاړې وه.

نور خبرونه

رادیو