د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان: د طالبانو بندیزونو په مېرمنو کې رواني ناورغي زیاته کړې

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۵

د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان وايي، چې په افغانانو کې رواني ناروغۍ زیاتې شوي او په ورته وخت کې د افغانانو رواني روغتیا له پامه غورځول شوې ده.

دغه نړۍوال سازمان په خپل یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لسګونو کلونو جګړې، غربت، بې کارۍ او لوږې له امله د افغانانو رواني ستونزې زیاتې شوې دي؛ خو څوک ورته پام نه کوي.

راپور زیاتوي: “ اکثره افغانان د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ دي”.

یاد سازمان وايي، چې افغانان دا مهال له سیاسي او اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او دغې چارې یې پر رواني روغتیا منفي اغېزه کړې ده.

راپور لیکي: “ هغه اشخاصو چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د رواني مشورو له ټیلفوني خدماتو ګټه پورته کوله، نېږدې ۶۰ سلنه یې نجونې او مېرمنې وې”.

دغه سازمان وړاندې لیکي، چې د نجونو او مېرمنو تر منځ د رواني ناروغیو د زیاتوالي اصلي لامل د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو بندیزونه ګڼل کیږي.

دوی په لرې پرتو سیمو کې د رواني مرکزونو نه شتون، ناوړه دودونو موجودیت او بېلابېل بندیزونه د رواني روغتیا د ګډوډۍ سببونه ګڼلي دي.

له دې وړاندې د روغتیا نړۍوالې ادارې هم ویلي وو، چې د بشري مرستو له کمښت سره به په افغانستان کې بېلابېلې ناروغۍ خپرې شي او که مرستې پر خپل وخت ونه رسېږي ښايي یو بشري ناورین رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو