تمنا زریاب پریاني د نه خوړو په درشل کې د جرمني د حکومت پر وژونکې بې پامۍ نیوکه وکړه

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۴

تمنا زریاب پریاني، د افغان ښځو د وضعیت په اړه د معترضو مېرمنو د نه خوړو د اعتصاب په دوام؛ د اعتراض کوونکو غوښتنو ته د جرمني د سیاستوالو پر نه پاملرنې نیوکه وکړه او دا یې له قتل سره پرتله کړه.

نوموړې او په جرمني کې نورې معترضې مېرمنې د هغه هېواد له حکومته غواړي، چې د طالبانو جنسیتي توپیر په رسمیت وپيژني.

د مدني ټولنې دغو فعالانو چې شمېر یې ۱۶ تنو ته رسېږي، د جرمني په کولن ښار کې د اعتراض خیمه درولې او د نه خوړو اعتصاب یې کړی دی.

تمنا پریاني وايي، چې د وږې تر څلوریشتمې پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د افغانو فعالانو تر څنګ، د نورو هېوادونو فعالانو هم د دغه اعتصاب ملاتړ کړی دی.

یوې ایرانۍ فعالې چې په دې اعتصاب کې یې برخه اخیستې د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې په ایران او افغانستان کې د ښځو ستونزې او دردونه مشترک دي او په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو ملاتړي باید په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې اعتراض وکړي.

مېرمن پریاني افغانستان انټرنشنل ته وویل:« زموږ د اعتراضونو غږ د دوی (جرمني سیاستوالو) غوږونو ته رسیدلی؛ خو لکه څنګه چې موږ په تېرو دوو کلونو کې ډېر لاریونونه وکړل، دوی هر څه ولیدل؛ خو دوی په یو ډول ځان بې خبره نیولی و.»

نوموړې د دغه هېواد د سیاستوالو دا چلند ډېر وحشتناک وباله.

طالبانو او د دوی مخالفو سیاستوالو تر اوسه د دغه اعتصاب په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو پریاني ټينګار کوي چې تر څو يې غږ نه وي اورېدل شوى خپل اعتصاب ته به دوام ورکوي.

په بهر کې یوشمېر افغان فعالان هڅه کوي، چې د بېلابېلو هېوادونو د سیاستوالو په منځګړیتوب سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

دا مسله د افغانستان لپاره د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په وروستي راپور کې هم ځرګنده شوې ده.

که حکومتونه د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې تبعیض او ظلم د جنسیتي توپیر په توګه په رسمیت وپيژني، طالبان به د یو داسې رژیم په توګه وپیژندل شي، چې "د بشریت ضد جرمونه" یې ترسره کړي دي چې بیا په دې حالت کې به له طالبانو سره د حکومتونو راکړه ورکړه ډېر ه ستونزمنه وي.

نور خبرونه

رادیو