طالبانو له هغې انسټاګرام پاڼې د افغان مېرمنو انځورونه پاک کړل، چې په پټه اخیستل کېده

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۴

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د "کابل ګېرلز" انسټاګرام له پاڼې د هغو مېرمنو انځورونه پاک کړل، چې په پټه اخیستل کېدل او بیا په خواله رسنیو په ځانګړې توګه انسټاګرام کې خپرېدل.

دغه وزارت په همدې پاڼه کې ټولو زیان منونکو مېرمنو ته د یو لیکلي پيغام له لارې مبارکي ورکړې.

دغه پاڼه چې څه موده مخکې د یوه نامالوم کس له‌خوا جوړه شوې وه، د کابل ښار په کوڅو او بازارونو کې په ناپامۍ کې د ښځو انځورونه اخیستل او بیا یې پر خواله رسنیو خپرول.

د کابل ښار د یوشمېر اوسېدونکو په خبره، دغه کړنه ان په ځینو کورنیو کې د ناموسي ستونزو لامل هم شوې وه او د یادو کورنیو تر شکایت وروسته د دغې ستونزې د حل په موخه امنیتي ادارې لاس په کار شوې.

تېره اونۍ د کابل امنيه قومندانۍ په دې تړاو د یوه کس د نیولو خبر هم ورکړی و؛ خو د څېړنو جزئیات یې تراوسه خپاره کړي نه دي.
یو شمېر کسانو دا هم ویل، چې په دغه کار کې د طالبانو لاس دی او په دې توګه غواړي چې پر مېرمنو بندیزونه لا سخت کړي.

نور خبرونه

رادیو