اوچا: افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۳

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان د بودیجې د کموالي له امله پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه دفتر د اړتیا وړ پیسو اندازه په ډاګه نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د بودیجې نشتوالی جدي دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د مالي سرچینو نشتوالی په دې معنا دی، چې یو میلیون ښځې او نجونې به د روغتیا ساتنې توکي تر لاسه نه کړي.

د دغه دفتر د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې به ۶،۳ میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري، ۴،۳ میلیونه خلک به پاکو تشنابونو ته لاسرسی ونه لري او ۳،۵ میلیونه به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

دغه دفتر همداراز زیاته کړه، چې دوه میلیونه خلک به د څښاک پاکو اوبو، روغتیاساتنې او روغتیایی وسایلو ته د لاس رسي په برخه کې ملاتړ له لاسه ورکړی او نېږدې یو نیم ملیون ماشومان او شاوخوا یو میلیون معلولین به په دې برخه کې له جدي ننګونو سره مخ شی.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر شاوخوا یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې بشري فعالیتونه د ۱،۳ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله سږ کال د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې د خلکو شمېر له ۱۳ میلیونو کسانو څخه پنځو میلیونو ته راکم کړی دی.

نور خبرونه

رادیو