له ښوونځي فارغه رڼا: افغانستان د نجونو لپاره ژوندۍ هدیره ده او طالبان یې څوکیداران دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۳

د خوست اوسېدونکې رڼا وايي، چې د نجونو له ګډونه پرته د کانکور د پایلو اعلان ورته داسې ښکاري؛ لکه دوی چې د خدای بنده ګان نه وي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې فکر یې کاوه سږ کال به په کانکور کې ونډه واخلي او د خپلې خوښې پوهنځی (اقتصاد) به ولولي؛ مګر طالبانو بیا هم دوی ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.

رڼا زیاتوي، چې طالبان دوی ته د یوه انساني مخلوق په سرګه نه ګوري او ورځ تر بلې پرې لکه د ځنګلي ځناورو بندیزونه زیاتوي.

هغې وویل: “ که ښځه اوسېدل ګناه وي نو موږ خو خدای ښځې پېدا کړې یو، په دې کې زموږ څه ګناه ده؟ طالبان ولې زموږ څخه زموږ د زده کړو حق اخلي”.

د نوموړې په خبره؛ اوس داسې فکر کوي چې ښايي د ژوند تر پایه یې د لوړو زده کړو هیله پوره نه شي.

رڼا وویل؛ پلار یې غوښتل چې افغانستان پرېږدي او پاکستان یا ایران ته کډوال شي؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدل چې د کډوالۍ ژوند ته مخه کړي.

هغه وايي: “ له تېرې ورځې چې د کانکور نتایج اعلان شوي، هره شېبه په خپلې او خپلو ملګرو په بې وسۍ ژاړم”.

د نوموړې په خبره، چې اوس یې هیلې له منځه تللي او کله به هم د پوهنتون مخ ونه ویني.

رڼا په ژړغوني انداز زیاته کړه: “سړی خو د غېرت نښه وي، د افغانستان په ۴۰ میلیونه انسانانو کې یو میلیون داسې باغېرته سړي نه شته چې راپورته شي او طالب ته ووايي، چې ولې زما له لور څخه د زده کړو حق اخلې”.

هغه وايي، چې افغانستان د ښځو لپاره ژوندۍ هدیره ده او طالبان یې څوکیداران دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو راهیسې د نجونو او مېرمنو پر کار او زده کړو بندیز لګېدلی، دغه چاره د پراخ نړۍوال غبرګون سره مخ شوې؛ خو طالبان بیا د نجونو د زده کړو او کار مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼي او نړۍوالو ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو