د کرېکټ اسیا کپ سیالیو په دوام نن افغانستان له بنګله دیش سره مخ کیږي
د کرېکټ په اسیا کپ سیالیو کې نن ماسپښین د افغانستان پر وخت دوه بجې افغان لوبډله د بنګله دیش لوبډلې په وړاندې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې سیالي پیلوي. په روانو سیالیو کې دا د افغان ملي لوبډلي لومړۍ او بنګله دیش دویمه سیالي ده.
بنګله دیش خپله لومړۍ سیالي د پنځو ویکټو په توپیر سریلانکا ته وبایلله. سریلانکا په پرله پسې توګه یو ورځنیو لوبو کې خپله یوولسمه سیالۍ وګټله.
د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله دیش په وړاندې د افغان ملي لوبډلي هر اړخیز چمتوالي خبر ورکوي.
تیره ورځ د افغانستان یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: "موږ د اسیا جام سیالیو تر پیلېدو وړاندې پرلپسې تمریناتي کیمپونه تر سره کړي او د دغو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لرو او هیله من یم چې په دغو سیالیو کې به ښه لاسته راوړنه ولرو. زموږ توپ اچونه زموږ د لوبډلې قوت دی او اوس زموږ پیلیزه توپ وهنه له پخوا ډیره قوي شوي ده."
شهیدي د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغان لوبډله یې د دغو سیالیو لپاره چمتو کړې ده او په لوبډله کې دا ځل ځوان استعداد لرونکي لوبغاړي هم شامل شوي دي.
افغانستان او بنګله دیش په ۱۴ یو ورځنیو لوبو کې سره مخ شوي دي، چې ۸ یو ورځنۍ لوبې بنګله دیش او ۶ لوبې افغانستان ګټلې دي.
افغانستان، سریلانکا او بنګله دیش د دغه جام په بي گروپ کې سره لوبیږي چې بنګله دیش د لومړۍ سیالۍ په بایللو سره هیڅ امتیاز نه لري خو سریلانکا دوه امتیازونه لري، د دغو دریو لوبډلو تر منځ ګټونکې دوه لوبډلې به بل پړاو و ته لاره پیدا کوي.
په یادو سیالیو کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله لومړنۍ لوبډله شوه چي د دریو امتیازونو په تر لاسه کولو سره یې بل پړاو ته لار وموندله.