په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب درېیمه ورځ روانه ده

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۲

په جرمني کې د افغان ښځینه فعالانو د نه خوړلو اعتصاب په داسې حال کې درېیمې ورځې ته داخل شوی، چې تر اوسه الماني سیاستوالو او نړۍوالو سازمانونو د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دغو ښځینه فعالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د «جنیستي تبعیض» د په رسیمت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

یادې اعتصاب کوونکې مېرمنې د دولسو ورځو لپاره د تېرې جمعې ورځ (د وږي ۱۰مه) راهیسې د جرمني په کولن ښار کې په یوه خېمه کې د اعتصاب په دود ناستې دي.

تمنا زریاب پریانۍ چې د دغو ښځینه لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ افغان مېرمنې په تېرو دوو کلونو کې د طالب جنګیالیو له خوا شکنجه شوي او د جنسیت له امله له بشري حقونو بې برخې شوې دي.

هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې "جنسي تبعیض" موجود دی او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه جرمني باید په افغانستان کې د طالبانو جنسي تبعیض په رسمیت وپېژني.

اغلې پریاني همداراز ټینګار وکړ، چې د جرمني حکومت باید له طالبانو سره هر ډول تعامل څخه مخنیوی وکړي.

د مالي مرستو بندول او د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو بندول د دغو ښځو له نورو غوښتنو څخه دي.

تر اوسه د جرمني حکومت او د ملګرو ملتونو هېڅ یوه چارواکي په جرمني کې د دغو افغان مېرمنو د اعتصاب په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسېدو را وروسته دغې ډلې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو زده کړې او کار بند کړ.

نور خبرونه

رادیو