د افغانستان کرېکټ ښځینه لوبغاړې نړۍوالې ټولنې ته: د بیا لوبېدو لپاره له موږ سره مرسته وکړئ

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۰

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د بیا لوبېدو لپاره ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د کرېکټ ۲۶ ښځینه لوبغاړې له خپلو کورنیو سره اوس‌مهال په اسټرالیا کې اوسېږي.

دوه کاله وړاندې، فیروزه امیري د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې ۱۸ کلنه لوبغاړې وه او د نړۍوالو لوبو لپاره چمتو وه؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د هغې په څېر په هېواد کې د نورو لسګونه زره نجونو نړۍ د تل لپاره بدله شوه.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره هم مهاله هغه او کورنۍ یې له افغانستانه ووتل.
امیري او کورنۍ یې لومړی پاکستان ته ولاړل او له هغه ځایه بیا اسټرالیا ته ولېږدول شول.

هغه چې اوس په نړۍوالو لوبو کې د خپل ځای ځایګي او لوبېدو په لټه کې ده، د افغانستان د کرېکټ چارواکو او د کرېکټ له نړۍوالې شورا غواړي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر زده‌کړو او ورزش لګېدلو بندیزونه سره، دوی ته د لوبو لپاره یو ځای ورکړي.
امیري اسوشېیتد پرېس ته د طالبانو بیا واکمنېدو ته په اشارې ویلي:« دغه ورځ ماته او د افغانستان ټولو نجونو ته توره ورځ وه، هغه ورځ چې زموږ هیلې یې مړې کړې او زموږ د څو کلونو کوښښونه یې له منځه یوړل.»

اغلې امیري چې په هرات ښار کې اوسېده، د هرات د سقوط کیسه داسې بیانوي: «کله چې هرات سقوط وکړ، موږ پرېکړه وکړه چې کابل ته ولاړ شو او یو بهرني سفارت ته ځانونه ورسوو. کله چې کابل ته ورسېدو، ومو لیدل چې ټول افغانستان طالبانو نیولی او ټول خلک هوایي ډګر ته ځغلي، چې هېواد پرېږدي او موږ هم همدا کار وکړ.»


په افغانستان کې یوازې لوبغاړې نجونې پر هغو د لګول شویو ستونزو له امله له کړاو سره نه دي مخامخې، بلکې د دغه هېواد هره مېرمن وایي چې نن سبا دوی ته خپل ټاټوبی په یو ستر زندان بدل شوی او له هغوی ټول حقه حقونه تروړل شوي دي،

دوی تل له نړۍوالې ټولنې غوښتي، پر طالبانو فشار راوړي چې خپل صادر شوي فرمانونه لغوه او دوی ته بېرته خپل حقونه ورکړي؛ خو طالبانو تل د لګول شویو بندیزونو ننګه کړې او هغه یې د اسلامي احکامو په رڼا کې روا عمل بللی دی.

نور خبرونه

رادیو