په پېښور کې د یوې شپږ کلنې افغانې ماشومې مړی موندل شوی

AP ۱۴۰۲ وږی ۹

د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار د خزانې سیمې په څنډو کې د یوې افغانې ماشومې مړی د ګنیو په پټیو کې موندل شوی.
لومړني راپورونه ښیي، چې تر وژل کېدو مخکې پر دې ماشومې جنسي تېری هم شوی دی.

د دغې شپږ کلنې ماشومې خپلوانو د سه شنبې په ماښام د هغې د ورکېدو راپور ورکړی و.
د یوه پولیس چارواکي ظفر خان په وینا، دغه ماشومه هغه وخت لادرکه شوه چې د هغې مور خپلو خپلوانو کره تللې وه.
د دغې ماشومې تر ورکېدو وروسته، که څه هم کورنۍ یې سمدلاسه چارواکو ته خبر ورکړ او د هغې د لټون لپاره یې عریضه وکړه؛ خو ونه توانېدل چې هغه وژغوري او د شکایت درج کېدو شاوخوا دوولس ساعته وروسته د ګنيو په کروندو کې مړه وموندل شوه.
سیمه‌ییزو چارواکو د دغې نجلۍ مړی عدلي طب ته لېږلی دی.
د ماشومې تره فقير محمد ویلي، چې د وژل شوې ماشومې پلار د ورځې مزدوري کوي او د خپلې لور د وژنې په اړه ناخبره دی.
څه موده وړاندې هم دې ته ورته یوه قضیه په نوښار ولسوالۍ کې شوې وه.
پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې هره ورځ په کې د جنسي تېري پېښې ثبېږي.

نور خبرونه

رادیو