طالب چارواکی: د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو لپاره لاملونه لرو، خو له خلکو سره یې نه شریکوو

AP ۱۴۰۲ وږی ۸

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وایي، لاهم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو لپاره «شرعي شرایط» نه دي برابر شوي.
هغه وایي، طالبان په دې اړه له ځانه سره ځینې لاملونه لري؛ خو لازم یې نه ګڼي چې له خلکو او رسنیو سره یې شریک کړي.

یونس راشد وایي؛ چې یوازې په شخصي ډول د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو په تړاو خبرې کولی شي.
د ښځو او نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له بندېدو دوه کاله وروسته، ښاغلي راشد ادعا کړې ده چې دغه بندیز د یوې «محدودې مودې» لپاره دی.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د ښځو او نجونو د زده‌کړو مخه په کې نیول شوې.
طالبانو د شرعیت په نامه د ښځو پر زده‌کړو بندیز ته دوام ورکړی.
یونس راشد د سه شنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون زده‌کړیالانو ته خبرې کولې او ویې ویل، چې په ځلونو زده‌کړیالانو له هغه نه د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه پوښتنې کړې دي؛ خو طالبان لېواله نه دي چې په څرګند ډول د ښوونځیو د تړل کېدو پر لاملونو خبرې وکړي.
هغه روښانه نه کړه، چې ولې طالب چارواکي د نجونو د زده‌کړو په اړه له خپل لیدلوري له تشریح کولو په څنګ تیریږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د نجونو د پوهنتونونو د تړل کېدو په توجیه کې ویلي و، چې نجونې زده‌کړیالانې د جامو او جنسیتي تفکیک په تړاو د طالبانو له خوا وضع شوي مقررات په پام کې نه نیسي.

نور خبرونه

رادیو