د روغتیا نړۍوال بنسټ: په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې مري

AP ۱۴۰۲ وږی ۷

د روغتیا د نړۍوال بنسټ د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۲۴ مېرمنې د امیندوارۍ او زیږون په تړاو د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی؛ که د مرستو کمښت همداسې دوام وکړي، دا شمېره به نوره هم لوړه شي.

په افغانستان کې د دې بنسټ دفتر د ایکس پر ټولنیزې شبکې(پخوانۍ ټویټر)لیکلي، چې د بودیجې د نشتوالي له امله د روغتیایي مرستو د وېش او د ژغورونکو لپاره د چټکې درملنې کمېدل په افغانستان کې د مېندو په مړینې په مستقیمه توګه اغېزه لري.

د روغتیا نړۍوال بنسټ په دې وروستیو کې په یوه راپور کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د جدي اسیب پذیرۍ په اړه خبرداری ورکړی.

راپور د هغو جدي خطرونو د مخنیوي غوښتنه کړې، چې د خوړو د نه خوندیتوب، د ساري ناروغیو د خپرېدو او دوامدارې وچکالۍ له امله د میلیونونو خلکو ژوند ګواښي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۸،۴څخه ۲۸،۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.

دغه بنست د افغانستان په ځپل شویو سیمو کې د مرستو او ملاتړ د زیاتولو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې؛ د بودیجې د کمښت له امله د ۷،۵ میلیونه ماشومانو او ۳،۱ میلیون ښځو په ګډون ۱۴ میلیونه وګړي له روغتیايي مرستو بې برخې شوي دي.

تر دې مخکې د روغتیا په برخه کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودیجې د کموالي له امله د یو شمېر روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د فعالیت د ځنډولو اعلان کړی و.

له دې سره؛ راپور پر نابرابرۍ ټینګار کوي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې یوازې ۸.۴ میلیون خلکو مرستې ترلاسه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو