معترضې مېرمنې نړۍوالې ټولنې ته؛ پر طالبانو فشار راوړئ چې د ښځو هدفي وژنې بندې کړي

AP ۱۴۰۲ وږی ۷

د «ازادۍ په لور د ښځو» د احتجاجي غورځنګ غړیو تېره ورځ په ایران کې د طالبانو د ډلې له‌خوا د افغانو ښځو او نجونو د هدفي وژنو په غبرګون احتجاجي غونډه وکړه.

دغو معترضو مېرمنو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني او پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې د ښځو هدفي وژنې بندې کړي.

دوی همداراز وايي، چې نړۍ باید د طالبانو د جنایتونو ملاتړ ونه کړي او په افغانستان کې د طالبانو ترهګره ډله په رسمیت ونه پېژني.

د «ازادۍ په لور د ښځو» د غورځنګ غړي وايي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو له ظلمونو ستړې شوې دي.

دوی وايي، د تېر حکومت په ملکي او پوځي څانګو کې د ېو د حقونو فعالانې او ښځينه کارکووونکې د طالبانو له ‌خوا د هدفي وژنو تر جدي ګواښ لاندې دي.

دغو مېرمنو د یوه ویډیو په خپرولو سره د "طالبان جنایت کوي، نړۍ یې ملاتړ کوي"، "انسانیت، عدالت، قتل او وحشت ته نه"، "په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژنئ" ، "طالبان دېکتاتور او نه په مرګ او ترور" شعارونو سره ویلي چې په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د ښځو هدفي وژنې او ورک کیدل زیات شوي دي.

تېره اوونۍ د هېواد ځوانه يوټيوب چلونکې حورا سادات په مرموز ډول په کابل کې ووژل شوه، او پټ په پټه د جمال مېنې کارته سخي سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

طالبانو یوازې د نوموړې مړینه تایید کړې او د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو معترضې میرمنې وايي، چې حورا سادات د طالبانو د ډلې له خوا وژل شوې او د کورنۍ د غړو له شتون پرته خاورو ته سپارل شوې ده، د هغې کورنۍ ته هم د طالبانو له خوا ګواښ شوی، چې د نوموړې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو