ملک ستیز د نړۍ مخکښو ښځو ته؛ افغان ښځې به دغه "وژونکې چوپتيا" هیڅکله هېره نه کړي

AP ۱۴۰۲ وږی ۷

د نړۍوالو اړیکو څېړونکي او لیکوال ملک ستیز په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا پر مخکښو ښځو نیوکه کړې او له هغوی یې پوښتنه کړې، چې ولې د افغان ښځو د وضعیت په اړه چوپه خوله دي؟

نوموړي په دغه پرانیستي لیک کې چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې خپور کړی، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کاملا هرېس، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندې هیلري کلېنټن، د امریکا د ولسي جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي او د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانۍ سلاکارې کاندولیسا رایس ته په خطاب ویلي، چې دوی څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او له افغان ښځو سره یې د ملاتړ ګڼې ژمنې کړې دي.

د نوموړي په خبره، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دوی د افغانستان له محرومو ښځو او نجونو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

هغه لیکلي دي، چې مشهورو امريکايي مېرمنو افغانستان ته د خپلو سفرونو پر مهال له افغان مېرمنو سره يادګاري عکسونه اخيستي او په امريکايي او نړۍوالو رسنيو کې يې خپاره کړي دي؛ خو نن په افغانستان کې هماغه ښځې له خپلو لومړنیو رسمي حقونو چې کار او زده‌کړې دي، بې برخې شوې دي.

د هغه په وينا، د افغانو ښځو او نجونو پر هغو ټولو ازادیو داسې ډله واکمنه ده، چې ان د ښځو پر تګ، خندا، کتلو، خبرو، خوړلو او ساه اخیستلو هم دوی بندیز لګوي.

افغان څېړونکي او لیکوال ملک ستیز یادونه کړې، چې د امریکا حکومت د ښځو د ملاتړ پر ځای له هغو کسانو سره تعامل کوي چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې د دې بې ساري تراژیدۍ لامل شوي او له رسمي او نا رسمي لارو پیسې ورکوي.

هغه پر مشهورو امریکايي مېرمنو نیوکه کړې او لیکلي یې دي: "تاسو چې د نړۍ د ډېرو زړورو، اتلو او با نفوذه ښځو لقبونه لرئ، ولې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه چوپه خوله یاست؟"

نوموړي په پېکنګ کې د ښځو د ملاتړ نړۍوال کنفرانس ته په اشارې سره وویل، په دغه کنفرانس کې د امریکا استازي ویلي و چې هېواد به یې د هېڅ داسې حکومت پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

ښاغلي ستیز خبرداری ورکړی، چې د افغانستان خلک په تېره بيا ښځې به دغه "وژونکې چوپتيا" هیڅکله هم هېره نه کړي.

نور خبرونه

رادیو