هېډربار: د طالبانو ډله د نورو بندیزونو ترڅنګ، له ښځو څخه طبیعت هم اخلي

AP ۱۴۰۲ وږی ۷

تر هغه وروسته چې طالبانو د بامیانو ولایت په بند امیر کې د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د ښځو د څانګې مشره هېډربار وايي، چې د طالبانو ډله د نورو بندیزونو ترڅنګ ان له ښځو څخه طبیعت هم اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د ښځو د څانګې مشره هېډر بار، په اېکس شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي: «طالبانو چې له تعلیم څخه د نجونو او ښځو په منع کولو بسنه نه ده کړې، اوس ان غواړي پارکونو او تفریحي ځایونو ته د دوی د تګ مخه ونیسي.»

نوموړې زیاته کړې:« ګام په ګام د ښځو پر مخ دروازې تړل کېږي او هر کور د ښځو په بندخونه بدلیږي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې څېړونکې فرشتې عباسي هم د یوه پیغام په خپرولو سره بند امیر پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز، افغانو ښځو ته ښکاره سپکاوی بللی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د طالبانو په دغه حکم نیوکه کړې او اېکس شبکه کې یې لیکلي چې، « یو څوک دې روښانه کړي، چې ولې بند امیر ته د ښځو پر تګ بندیز ضروري دی؟ »

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بامیانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي و، چې تر دې وروسته میرمنې بند امیر ته د تګ اجازه نه لري.

نوموړی د دې پرېکړې لامل د ښځو له‌خوا د حجاب نه مراعاتول بولي او په بامیانو ولایت کې یې د طالبانو له مسوولینو او غړو څخه وغوښتل، چې بند امیر ته د ښځو د تګ د منع کولو حکم عملي کړي.

د بشري حقونو ډلو د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي بندیزونه تر هغه وروسته وغندل، چې دغې ډلې بند امیر پارک ته د ښځو د تګ د مخنیوي حکم صادر کړ او متحده عربي اماراتو ته یې د علمي بورسونو د زده‌کړې لپاره د شاوخوا سلو نجونو د تګ مخه ونیوله.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو او ښځو په ټولنیز ژوند ډېر بندیزونه لګولي، چې هم په کور د ننه او هم بهر کې له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو