سپینه ماڼۍ: افغانې نجونې باید ازاد ژوند وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي

AP ۱۴۰۲ وږی ۷

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د حق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې امریکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او کار د حق ملاتړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جان پییر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د نجونو د زده کړو په اړه د امریکا دریځ روښانه دی.

نوموړې زیاتوي، چې په افغانستان کې افغانې نجونې باید ازاد ژوند وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي.

د سپينې ماڼۍ وياندې زياته کړه، چې امريکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه څرګندې او ثابتې اندېښنې لري او تل یې روښانه کړي دي.

خو مېرمن جان پییر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د افغان ولس ملاتړ ته په داسې حال کې دوام ورکړي چې طالبان پیاوړي نه شي.

نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانو نجونو د تعلیم په برخه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې ملاتړ ته په اشارې سره وویل، چې د امریکا حکومت په دوامداره توګه له طالبانو سره خپلې اړیکې او چلند ارزوي.

له څه باندې ۷۰۰ ورځو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، د ښځو کار یې محدود کړی او پر ټولنیز ژوند یې بېلابېل بندیزونه لګېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو