حنفي: طالبان د ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې د ملت غوښتنو ته ژمن دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۶

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې غور ولایت ته تللی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په اېکس شبکه کې لیکلي، چې ښاغلي حنفي په دغه سفر کې د ښځو د حقونو پر ورکړه ټینګار کړی دی.

نوموړی په غور ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې طالبان د ښځو د حقونو ورکړې په برخه کې د ملت غوښتنو ته ژمن دي.

حنفي همداراز زیاتوي، د ښځو د حقونو د ملاتړ په نوم ځینې کسان هڅه کوي، چې څو ښځې بې حجابۍ ته وهڅوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر ښځو د بندیزونو لسګونه فرمانونه صادر کړي او وروستی اقدام یې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ د بندیز لګول و.

محمد خالد حنفي د شنبې په ورځ په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ.

نوموړي د دغه بنديز لامل د ښځو " بې حجابي" په ګوته کړه.

نور خبرونه

رادیو