ګارډین: واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو ځانوژنه زیاته شوې ده

AP ۱۴۰۲ وږی ۶

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طبي مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغو ښځو شمېر چې ځانوژنې کوي او یا د ځان وژنې پلان لري، زیات شوی دی.

ګارډین لیکي، چې طالب چارواکو د دغو ځانوژنو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

ګارډین دا راپور د عامه روغتونونو او رواني روغتیا کلینیکونو څخه د راټولو شويو معلوماتو پراساس لیکلی.

په همدې حال کې ویل شوي، چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي د ځانوژنو د شمېرو په اړه له معلوماتو ورکولو منع کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (سنبله ۶) لیکلي: "معلومات ښيي چې افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې ښځې پکې د نارینه وو په پرتله زیاتې ځان وژنې کوي."

د دغه راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغو چارواکو په وینا؛ په ټولنه کې د ښځو د حضور د محدودولو، د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو، پارکونو، حمامونو او نورو عامه ځایونو ته د هغوی د ورتګ د بندیز په اړه د طالبانو حکمونو د افغان ښځو وضعیت کړکېچن کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې استازې الیسون ډیویډیان وايي؛ افغانستان د ښځو د حقونو د کړکېچ له امله د رواني روغتیا له بحران سره مخ دی.

الیسون ډیویډیان وویل: "موږ په اوسنیو شرایطو کې د ښځو او نجونو د ډېرېدونکي شمېر شاهدان یو چې د ژوند پرځای مرګ غوره کوي."

د ګارډین په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې شمېره د ښځو د مایوسۍ ژوروالی ښيي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې په افغانستان کې ځان وژنه د شرم خبره ده او اکثره وخت دا پېښې پټېږي.

حتا ځینې ښځې چې د ځان وژنې هڅه کوي بیا وروسته د درملنې لپاره نه منل کیږي او هغه چې مړې کیږي کېدای شي پرته له نوم څخه ښخې شي.

د دې رسنۍ په وینا؛ د ازادۍ او هیلو له لاسه ورکول، په زوره او کم عمره ودونو زیاتوالي په تېرو دوو کلونو کې افغان مېرمنې ډېرې زیانمنې کړې دي.

ګارډین د یوې نجلۍ کیسه رابرسیره کړې چې د ډاکټرې کېدو خوب یې لیدلی و؛ خو د طالبانو له خوا د نجونو د تعلیم د بندولو له حکم وروسته یې دا خوب پوره نه شو.

دغې اتلس کلنې نجلۍ د غور ولایت په مرکز کې وویل: «ما دوه لارې درلودې، یا به ما نشه یي توکو روږدی تره زوي سره واده کړی وی او بدبخته ژوند به مې تېروه او یا به ځان وژنه کومه". هغه وايي، چې دې دویم انتخاب غوره یې کړی و.

لطیفې روغتون ته له لېږدولو او د هوش ته د راتلو وروسته وویل، چې که د هغې د تره زوی چې په نشه یې توکو روږدي دی او بیا ځلې له هغه سره واده ته اړ کړ ی شي، نو بیا به ځان وژنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو