د ازبکستان ولسمشر خپله لور د ولسمشرۍ مرستیاله ټاکلې ده

AP ۱۴۰۲ وږی ۴

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف خپله مشره لور سیده میرضیایفه د ولسمشرۍ مرستیاله ټاکلې ده.

د ازبکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر دا خبره پرون د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د ولسمشر میرضیایف دې ګام ته ځینې هغو ازبکانو توند غبرګون ښودلی چې زیاتره یې له ازبکستان بهر ژوند کوي.

خو نورو ویلي د سیده میرضیایفې مخابراتي شالید د هغې له پلار سره د منځنۍ اسیا د دې هیواد انځور ته په وده ور کولو کې مرسته کولی شي.

د رویټرز د راپور له مخې د هغې خور شخنوزه هم یوه جګپوړې ملکي کارمنه ده.

د ازبکستان حکومت هیڅ ځواکمن مخالف سیاستوال یا ډله نه لري.

د دغه هېوادولسمشر میرضیایف ځان ځان سمونپال بولي.

خپل اقتصاد یې بهرنۍ نړۍ ته پرانیستی او د دغه هېواد د پخواني واکمن اسلام کریموف پالیسي یې اسانه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو