طالبانو د بامیان بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی

AP ۱۴۰۲ وږی ۴

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر د شنبې په ورځ وویل، ښځې تر دې وروسته نه شي کولی چې په بامیان ولایت کې بند امیر ملي پارک ته سفر وکړي. خو د بامیان لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، «دا بندیزونه یوازې د بې حجابه ښځو لپاره دي».

محمد خالد حنفي په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ. نوموړي د دغه بنديز لامل دغه بند ته د تګ پر مهال د ښځو " بې حجابي" وبلله.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، ښځې دې سیاحت وکړي، «خو سیاحت نه فرض دی او نه هم واجب».

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزیر، د دې بندیز په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د نومړي له وینا وروسته، د افغانستان کورنیو رسنیو دې ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بشپړ بندیز خبر خپور کړی.

خو په بامیان کې د طالبانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امیربند ته د تګ بندیز یوازې پر«بې حجابه ښځو» پلی کیږي.

ښاغلي سیغاني افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ویلي، طالب ځواکونه به امیر بند ته د «بې حجابه ښځو» د ننوتلو مخه ونیسي، خو د دې ډلې په نظر «حجابي ښځې» امیر بند ته تللی شي.

نور خبرونه

رادیو