حامد کرزی : طالبان دې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي

AP ۱۴۰۲ وږی ۳

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سپوږمۍ ته د هندوستان د چاندریان ۳ بریالي فضايي ماموریت ته په اشاره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه فضايي ماموریت مشري یوې هندۍ ساینس پوهې مېرمن ریتو کرېډال شرېواستو په غاړه درلوده.

ښاغلی کرزی وايي، هند او افغانستان په یوه سیمه کې پراته هېوادونه دي؛ خو د هند د ستر پرمختګ عامل زده‌کړه او علم ته د هغوی پاملرنه ده.

نوموړی وايي، پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو له پاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي او کار ته دې د ښځو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي، چې افغانستان د علم او پوهې په رڼا کې د روښانه راتلونکې په لور ګړندي ګامونه اوچت کړي.

د هند د چاندریان-۳ فضايي بېړۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ) د یوه پلټونکي ماموریت لپاره سپوږمۍ ته ښکته شوه.

هند څلورم هېواد دی، چې سپوږمۍ ته رسېدلی او لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب کې یې فضايي بېړۍ کېنولې ده.

دا فضایي بیړۍ د روان کال د سرطان په ۲۳مه د هند د سویل شرقي ساحلونو څخه فضاء ته ولېږدول شوه.

نور خبرونه

رادیو