د نړۍ د پوهنتونونو سیالۍ؛ افغان غېږ نیوونکو له روزنکي پرته ډګر ته ودانګل خو مات شول
په روسیه کې د نړۍ د پوهنتونونو د سیالیو په بهیر کې دوه افغان غېږ نیوونکي نن د قرغزستان او روسیې له لوبغاړو سره غېږ په غېږ شول، خو ماتې یې وخوړه. سید احمد هاشمي او علي سجاد امیري په خپل شصخي لګښت او له روزونکي پرته دې سیالیو کې ګډون کړی دی.
سید احمد هاشمي په ۶۱ کیلوګرامه وزن کې د قرغزستان او علي سجاد امیری په ۵۷ کیلوګرامه وزن کې د روسیې له لوبغاړي سره سیالي درلود، خو دواړه مات شول.
بل افغان لوبغاړی نورالله میرزاد هم په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې له ایراني لوبغاړي فردین حیدري سره لوبه لري.
د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د نړۍ د پوهنتونونو ترمنځ سیالیو کې د ۳۶ هېوادونو لوبغاړي په ۱۴ برخو کې لوبېږي.
افغان لوبغاړي په دې سیالیو کې په غېږ نیونه، لامبو، بوکس، تکواندو او جودو کې نورو ته خپل زور ښيي.