نصیراحمد فایق: د نجونو پر تحصیلي سفر بندیز، غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د نجونو د یوې ډلې پر تحصیلي سفر بندیز غیر اسلامي او غیر انساني وباله او ویې ویل، طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې خلک په ناپوهۍ او تیارو کې وساتي.

ټاکل شوې وه، چې تېره ورځ شاوخوا سل تنه ښځينه زده‌کړیانې د کابل له هوايي ډګره دوبۍ ته د متحده عربي اماراتو په «دوبۍ پوهنتون» کې د زده کړو لپاره ولاړې شي؛ خو طالبانو د دغو نجونو د تګ مخه ونیوله.

د متحده عربي اماراتو سوداګر خلف بن احمد الحبتور وايي، دغو نجونو ته یې د دوبۍ په پوهنتون کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې وه او د دوی د سفر او د پوهنتون لګښتونه یې هم په غاړه اخیستي وو.

نوموړي په اېکس یا پخواني ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې، د طالبانو له خوا د دغو نجونو د سفر د مخنیوي لپاره ډېر خپه دی او د نهیلۍ د بیانولو لپاره هیڅ الفاظ نه لري.

د طالبانو له‌خوا د دغو نجونو د تعلیمي سفر مخنیوي پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نصیر احمد فایق هم له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه وویل چې، د طالبانو دغه کړنه د افسوس وړ ده او طالبان په لوی لاس غواړي خلک په تیارو کې وساتي.

اخوا، د بشري حقونو فعالې هېدر بار د طالبانو دغه کار د "ظلم" اوج او له زده‌کړو څخه د نجونو محرومول بللي دي.

نوموړې هم په اېکس پاڼه لیکلي چې، د نجونو د زده‌کړو مخنیوی د هغوی د بندي کولو په مانا دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم د نجونو د سفر مخه نیولې وه.

دغه ډله وايي، چې له محرم پرته ښځو او نجونو ته د سفر اجازه نه ورکوي، خو دوبۍ ته تلونکو نجونو د محرم په توګه پلار یا ورور هم له ځان سره بوول.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته طالبانو په ټول د نجونو او ښځو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو