درې افغانې محصلینې عربي اماراتو ته د زده کړو په موخه ورسېدې

AP ۱۴۰۲ وږی ۲

د الحبتور خیریه بنسټ رییس وايي، چې درې افغانې نجونې نن پنجشنبه دوبۍ ته رسېدلي او ډېر ژر به په خپلو زده کړو پیل وکړي.

د متحده عربي اماراتو د الحبتور خیریه بنسټ له خوا نېږدې سلو افغانو جونو ته په اماراتو کې د زده کړو زمینه برابره شوې وه، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو د دغو نجونو د سفر مخه ونیوله.
عرب میلیاردر خلف بن احمد الحبتور ویلي، چې درې نجونې دوبۍ ته ور سېدلي او ډېر ژر به خپلو زده کړو پیل وکړي، نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه ویډیويي پیغام کې افغانو نجونو ته یې د زدکړو زمینه برابره کړې وه؛ خو طالبانو له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورنه کړه.

الحبتور د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار بولي او له ښکېلو لورو غواړي چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

دغې پېښې په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه چې ولې یې ددغو نجونو زده کوونکو د سفر مخه نیولې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو