د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوب لړۍ دوام
د افغانستان او پاکستان د کرېکت ملي لوبډلې یو د بل پر وړاندي د دویمې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې لپاره نن د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي، د لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي وګټله او لومړی یي د توپوهنې پرېکړه وکړه.
دغه لوبلړۍ چې په سریلانکا کې د افغانستان په کوربه توب د اګسټ په ۲۲مه پيل شوې وه، دویمه هغه یې نن ده او تر راتلونکو څو شېبو به د پیل لوبغاړي د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې د پاکستان ملي لوبډلې د افغانستان له ملي لوبډلي څخه د ۱۴۲ منډو په ستر توپیر ګټلې وه.